ډاکټرانو په ايشيا کښے ټائيفائډ وبا سرګنده کړه

Other Language

ماهرانو دَ تيزو او ډيرو مدافعتي هلو زلو اپيل اوکړو۔

کوچنګ، ملائيشيا/ ۱۳ ستمبر ۲۰۱۲/پي آر نيوز وائر/ایشیانیټ پاکستان۔ دَ ټائفائډ تبے مخالف اتحاد ( سي اے ټي) دَ دے مياشتے په ۱۴ نيټه دَ پيډياټريشنو دَ ايشيا پسيفک غونډے کښے په دے خبره ډير زور ورکړے دے چه دَ پورا ايشيا دَ صحت وزيران اور پاليسي ساز دے په خپلو هيوادونو کښے دَ ټائيفائډ تبے ټيکے خپل ترجيح اوګرزوي۔ سي اے ټي دَ سبين ويکسين انسټي ټيوټ يو اقدام دے کوم چه دَ ټولے ايشيا نے سرکرده ډاکټران راغونډ کړل چه هغوي په ايشيا علاقه باندے دَ ټائيفائډ په شکل کښے د وبا بوجه کم کولو او دَ دے دَ حل دپاره غور و فکر اوکړي۔

پيډياټريشن ايسوسي ايشن او دَ علاقے نورو ډاکټرانو دَ ټائيفائډ خطرناک اثر پيژندلے دے په خاص توګه دَ دوايانو مزاحمت کولو والا ټائيفائډ باندے غور خړے دے کوم ډير په تيزي سره خوريږي۔

دَ آغاخان يونيورسټي کراچي ، پاکستان دَ ښځو او ماشومانو دَ صحت دَ شعبه مشر ډاکټر ذوالفقار اے۔ بهټه  وئيلي دي چه ” دَ هند او انډونيشيا سره سره ډيرو هيوادونو دَ ټائفائډ ټيکو دَ استعمال په باره کښے تجاويز وړاندے کړي دي۔” هغوي زياته کړه چه”قامي اسټيک هولډز او پاليسي سازو له پکار دي چه دَ ثبوتونو مشاهده اوکړي او ټائيفائډ ټيکو اختيارولو باندے بحث اوکړي”

په کال ۲۰۰۹ کښے په خپله غونډه کښے دَ عالمي اداره صحت( ډبليو ايچ او) له طرفه دَ دے تجويز چه ټائيفائډ ټيکے لګول دے ترجيح اوګرزولي شي دَ ايشيا بلا شے هيوادونه به لا ترسه دَ ټائيفايډ ټيکے متعارف کوي۔

” دَ کال ۱۹۹۷ نه دَ ويتنام وزارت صحت دَ ټائيفائډ ټيکو په استعمال سره په خطرناک  علاقو کښے په دے ناجوړتيا کنټرول موندلے دے” دا خبره دَ ويتنام نيشنل ايمونائزيشن پروګرام ډپټي هيډ ډاکټر نګوين وين کونک کړے ده۔ هغوي زياته کړه ” چه کام ياب پروګرامونه په چين او تهائي لينډ کښے هوم نافذ کړے شوے دي۔”

دَ ډبليو ايچ او مطابق دَ ايشيا او افريقه دَ ترقي په لور روان هيوادونو کښے ټائيفائډ په يو کال کښے قريباٍ ۲۱ ملين نفوس متاثر کوي او دَ دے بيماري نه په کال کښے دَ دوه لاکهو نه زيات خلق مري په کوم کښے چه اکثريت دَ اسکول تلو والا او دَ هغوي نه  کشران ماشومان شامل دي۔ ډبليو ايچ او دا اطلاع هوم راکوي چه دَ ټائيفايډ نه دَ دے مرګونو ۹۰ فيصدي په ايشيا کښے کيړي۔

په سبين کښے دَ ټائيفائډ مخالف اتحاد سکريټريټ ډائريکټر ډاکټر کريسټوفر نلسن وئيلي دي چه” دَ ډبليو ايچ او منظور کړے شوے ټائيفائډ ټيکے اوس دستياب دي ليکن بيا هم په پورا ايشيا کښے دَ صحت وزارتونو دا په مکمله توګه نافذ کړي نه دي۔“ هغوي زياته کړه چه”پيډياټريک ايسوسي ايشن او پاليسي سازو له پکار دي چه د ثبوتونه مشاهده اوکړي او ټائيفائډ ټيکو اختيارولو باندے بحث اوکړي”

ټائيفائډ په هغه غريبو علاقو کښے ډير زيات شوے دے کوم ځائے چه صفا اوبه او خوراک دستياب نه وي۔ دا بيماري دَ سخا اوبو او خوراک په ذريعه خوريړي۔ دَ دے بيماري په وجه دَ اسکولونو حاضري متاثر کيږي او دا کار له تلو والا افرادي قوت او پيدوار هوم محدود کوي۔

”په بنګله ديشن کښے ټائيفائډ په اسپتالونو کښے دَ ماشومانو اور ځوانانو دَ داخله يو غټ سبب دے چا ته چه دَ تبے شکايت وي“ دا خبره دَ بنګله ديشن پيډياټريک ايسوسي ايشن( بي پي اے) سکريټري جنرل او په ډهاکه کښے ګونوساستهو سماج ويټک ميډيکل کالج کښے ماشومانو دَ صحت دَ شعبے مشر ډاکټر مصباح الدين احمد اوکړه۔

په خپلو خبرو اترو او پريزينټيشن کښے پيډياټريشنز په پورا علاقه کښے د دے بيماري په بهتره نګراني او کنټرول پروګرام باندے زور ورکړو۔ هغوي دا وئيل چه د دے بيماري دَ مخ نيوي لپاره پکار ده چه ټئفائيډ ټيکو لګولو سره سره دَ عوامي صحت پروګرامونو سره کار اوکړے شي کوم چه دَ څکو صفا اوبه فراهم کوي او لاسونو وينځلو غوندے ښه عملياتو لپاره کار کوي۔

په ايشيا کے د ټائيفائډ تبے دَ بوجه په باره کښے او دَ تقريب دَ ټولو تقرير کونکو ټول فهرست کتلو د پاره دا لنک وزټ اوکړي۔

http://coalitionagainsttyphoid.org

 دَ ټائيفائډ تبے مخالف اتحاد په باره کښے:

دَ ټائيفائډ مخالف اتحاد (کوليشن) دَ سائنسدانانو اور ماهرينو يوعالمي فورم دے کوم چه په هغه هيوادونو کښے د ژوند بچاو اور دَ ټائفائډ  ټيکو په ذريعه دَ مرض دَ کمي دپاره کار کوي چرته چه دے دَ يو وبا شکل اختيار کړے دے۔ کوليشن ، دَ کوم سکريټريټ چه په سبين ويکسين انسټي ټيوټ کښے دے په عالمي ، علاقائي ، نړ ي وال اور دَ هيواد په سطح دَ محفوظ ، موثر او قابل خريد ټائيفائډ ويکيشن دَ خورولو ، او هغه ماشومان چا ته چه دَ دے بيماري نه خطره وي د هغوي دَ پاره کوششونه جمع کول دَ دے کار دے۔ دَ نورو معلوماتو دَ پاره وزټ کړي۔

http://www.coalitionagainsttyphoid.org

دَ سبين ويکسين ( ټيکه ) انسټي ټيوټ په باره کښے:

سبين ويکسين انسټي ټيوټ دَ سائنسدانانو، محققانو او وکيلانو يو غير نفع بخش 501(c)(3) تنظيم دے کوم چه دَ هغه ضرورت مندو تکليفونه کمولو دَ پاره کار کوي کوم چه دَ ټيکو په ذريعه دَ علاج قابل دي ليکن په نظر انداز کړے شوي خطرناکو بيمارو کښے اخته دي۔ سبين حکومتونو، او سرکرده سرکاري او نجي تنظيمونو او تعليمي ادارو ته دَ صحت دَ چيلنجونو مقابلے په باره حل پيش کوي۔ په کال 1993 کښے دَ پوليو ټيکو جوړونکي ډاکټر البرټ بي سبين دَ کار په اعتراف کښے دَ هغوي په نوم په وجود کښے راغلے دا انسټي ټيوټ دَ نوي ټيکو د جوړلو، مخکښے نه موجود ويکيسن پرموټ کولو او ارزان علاج  ته دَ خلقو دَ رسائي  په ذريعه دَ ټيکو په ذريعه دَ علاج قابلو بيمارو په کنټرول ، علاج او ختمولو کښے مخکښے مخکښے په نظر راغلے دے۔ دَ نورو معلوماتو دَ پاره وزټ کړي؛www.sabin.org