جنوبي ايشيا دَ جوني راکټس دَ تيک تيا دپاره راتلونکي هدف

پاکستان به لومړني داخلي پوائنټ وي چرته چه به دَ کال 2012 پورے  10 رستورانتس پراڼستلے شي

 اليسو ويجو، کالف، 25 اکتوبر 2012/پي آر نيوز وائر/–  په جنوبي ايشيا کښے دَ خپلے داخلے په سلسله کښے جوني راکټس دَ همدن انټرنيشنل ميرمن ، حارث ملک څخه يو فرينچائز تړون کړے دے دَ کوم دَ لاندے چه به په راتلونکي لسو کالو کښے په پاکستان کښے 10 جوني راکسټس رستورانتس پراڼستلے شي۔ دَ اولني ريستورانت دپاره ځائے( موقعيت) ډالمين سټي شاپنګ مال کراچي ټاکلے شوے دے۔ دلته به په راتلونکي سپرلي کښے ريستورانت شروع کولے شي۔ حارث ملک دويم رستورنت په لاهور کښے پراڼستل غواړي۔

 (لوګو: http://photos.prnewswire.com/prnh/20120112/LA35131LOGO)

“جوني راکټس يو داسے برانډ دے کوم چه دَ خپل بي ساري او زبردست ډائنګ تجربه له کبله په پاکستان کښے يو ښۀ ځائے موندلے شي”۔ دا خبره حارث ملک وکړه او هغوي زياته کړه “چه امريکي خوراکونه ، ښاسته اسنيکس، غوږنه ته ښه لږيدونکي موسيقي او دَ رقص په انداز سره وړاندے شوي خدمات به په پاکستاني مارکيټ بلکل نوي وي۔” هغوي ووئيل چه مونږ په ميز باندے خوراک پيش کووو کوم چه دَ پاکستان دَ کورني ډوډي خوړولو ثقافت سره مطابقت لري ځکه به دا ډير خوښ کړے شي۔

حارث ملک دَ کراچي دَ انسټي ټيوټ آف بزنس منيجمنټ نه ايم بي اے کړے ده او کلک کاروباري پس منظر او دَ ميډيا کميونيکشن ډيره زياته تجربه لري۔  دَ همدن انټرنيشنل پلارني کمپني دَ کراچي لاجسټک منيجمنټ انټرنيشنل( ايل ايم آئي) دَ پاکستان په لويو لاجسټک کمپنيانو کښے شميرلے شي کوم چه په پورا هيواد کښے دَ تيلو، ګيس، کيميکلز او نورو څيزونو کارګو او کنټير او نورو ډيرو مصنوعات کارګو خدمات هوم وړاندے کوي۔

لاهور کوم چه دَ پاکستان دويم لوي ښار دے، دَ امريکي څيزونه لپاره تذويراتي خوښه لري۔ ”ملک ووئيل وي چه ”دَ ريستورانت دَ کاروبار لپاره لاهور دَ پاکستان دَ ټولو نه پُرکشش مارکيټ دے“ هغوي زياته کړه” هغه ټول نړيوالو څيزونه کوم چه په هيواد کښے سرمايه لګوي دَ هغوي وجود دلته په لاهور کښے ليدلے شي”۔

دَ جوني راکټس انټرنيشنل صدر اسټيو ډيون وئيلي دي چه کراچي او لاهور کوم چه 13 او 7 ملين آبادي لري د جوني راکټس ذائقه دارو او خوندورو خوراکونو، دوستانه خدمتونو، خوش کن موسيقي او آرام ده ماحول لپاره زبردسته مارکيټ وړاندي کوي” هغوي زياته کړه چه حارث به په پاکستان کښے کاميابي ووموندي کوم چه په جنوبي ايشيا کښے زمونږ دَ اهم قدم ايښودو دپاره  زمونږ د کمپني دَ تيک تيا کښے ډيره مددګاره وي”

دَ جوني راکټس او دَ دے دَ فرنچائز دَ فرصتونو باره کښے نورو معلوماتو لپاره زمونږ ويب سائټ وزټ کړي۔ www.johnnyrockets.com.